فاریاب کې د ۲۳۶ زره ډالرو په لګښت د سربند او کانال جوړولو چارې پیل شوې

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۶ میزان ۱۴۰۵):
د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، په فاریاب ولایت کې د یته اوروق المار سربند او کانال جوړولو پروژه د ۲۳۶ زره او ۸۶۹ امریکایي ډالرو په لګښت پیل شوې ده.
د دغه وزارت په وینا، د پروژې چارې د شیرین تګاب ـ میمنې سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو په شتون کې پیل شوې دي. د دې پروژې موخه د سطحي اوبو زېرمه کول، د ځمکې لاندې اوبو تغذیه، د اوبو د ضایعاتو مخنیوی، د څښاک اوبو برابرول او د کرنې ملاتړ دی.
وزارت زیاتوي، چې د یادې پروژې په پلي کېدو سره به د سیمې د اوبو د مدیریت او کرنیزو فعالیتونو په ښه والي کې مرسته وشي او سلګونو کسانو ته به د کار زمینه هم برابره شي.



