ذبیح الله مجاهد: د پاکستان نا امني د افغانستان په زیان ده اسلام آباد دې د نورو د ملامتولو پر ځای په مسؤلیتونو تمرکز وکړي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲ لړم، ۱۴۰۵ل)
د افغانستان اسلامي امارت مرکزي ویاند “ذبیح الله مجاهد” د پاکستاني چارواکو هغه تکراري تورونه په کلکه رد کړي چې ګواکې د دغه هېواد ناامني له افغانستان سره تړاو لري او ویلي یې دي چې د ګاونډي هېواد بېثباتي د افغانستان په ګډون د ټولې سیمې په زیان ده.
په څرګندونو کې ویل شوي، له بده مرغه په پاکستان کې پوځي کړۍ او نور امنیتي ارګانونه هغه مهال چې په خپل هېواد کې د امنیت په ټینګښت کې له ستونزو سره مخ کېږي، د پېښو مسؤلیت پر افغانستان اچوي، څو د خپل ملت پام له اصلي ستونزو واړوي.
مجاهد زیاتوي، افغانستان نه د پاکستان د ناامنۍ په رامنځته کولو کې ګټه لري او نه هم په نورو هېوادونو کې د ناامنۍ د پارولو او تمویل امکانات لري.
په څرګندونو کې ټینګار شوی چې د ګاونډي هېواد ناامني د افغانستان پر اقتصادي، ټولنیز او انساني وضعیت هم منفي اغېز کوي؛ له همدې امله د پاکستان بېثباتي د افغانستان په ګټه نه ده.
د څرګندونو له مخې، پاکستاني چارواکي باید د افغانستان د ملامتولو پر ځای پر خپلو امنیتي مسؤلیتونو تمرکز وکړي، ځکه پر افغانستان د تورونو لګول او د دغه هېواد د ناامنه کولو لپاره د هڅو او لګښتونو دوام، د اصلي امنیتي ستونزو د حل پر ځای د سرچینو ضایع کېدو او د سیمې د بېثباتۍ لامل کېدای شي.
په پای کې ټینګار شوی چې د افغانستان پر ضد د تورونو دوام د پاکستان امنیتي ځواکونه له خپلو اصلي مسؤلیتونو څخه منحرفولای شي او د امنیتي ستونزو د حل بهیر زیانمنولای شي.



