ایران: د امریکا د بيا ځلې برید په صورت کې به د سمندر تر تل لاندې مخابراتي کېبلونه په نښه کړو

کابل ټکی کام (شنبه، ۲ لړم ۱۴۰۵):
ایراني چارواکو خبرداری ورکړی، که د امریکا او ایران ترمنځ خبرې اترې ناکامې شي او واشنګټن پر تهران بیا پوځي برید وکړي، ایران به په خلیج کې د سمندر تر تل لاندې د مخابراتي کېبلونو د په نښه کولو اقدام وکړي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ایراني چارواکو ویلي، دغه اقدام به د انټرنېټ او مخابراتي خدمتونو پر وړاندې د فشار راوړلو لپاره ترسره شي.
د راپور له مخې، ایران ګواښ کړی چې د زیانمنو شویو کېبلونو د ترمیم مخه به هم ونیسي، څو د انټرنېټ او مخابراتي خدمتونو ګډوډي اوږدمهاله شي.



