د ورېښمو پله له لارې د نیمروز صادرات ۵۰ سلنه زیات شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲ لړم ۱۴۰۵):

د نیمروز د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، د ورېښمو پله له لارې د صادراتو کچه د تېرو دوو میاشتو په پرتله ۵۰ سلنه لوړه شوې ده.
د مسوولینو په وینا، مېوې، سابه، حبوبات او وچې مېوې د نیمروز مهم صادراتي توکي دي، چې ایران، عراق، ترکیې او متحده عربي اماراتو ته لېږدول کېږي.
بلخوا، سوداګر د صادراتو د لا پراختیا لپاره د ورېښمو پله او میلک بندرونو د پولې دواړو غاړو ته د توکو د سکن کولو دستګاوو د نصب غوښتنه کوي. د نیمروز ولایتي مسوولین ډاډ ورکوي چې د اړوندو ادارو په همکارۍ به د سوداګریزو توکو د لېږد بهیر اسانه او چټک کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button