هرمز تنګي کې له سمندري ماین سره تر لګېدو وروسته دوه تېل‌وړونکي ټانکرونه چاودېدلي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲ لړم ۱۴۰۵):

تسنیم خبري اژانس د ایران د سپاه پاسداران سمندري ځواکونو د عامه اړیکو د دفتر په حواله راپور ورکړی، چې د هرمز تنګي په سویلي برخه کې دوه ستر تېل‌وړونکي ټانکرونه له سمندري ماین سره تر لګېدو وروسته چاودېدلي او اور یې اخیستی دی.

د یاد اژانس د راپور له مخې، دغو دوو ټانکرونو له ۴.۵ میلیونو بېرلو څخه ډېر خام تېل لېږدول او د پېښې له رامنځته کېدو وروسته یې عملې بېړۍ پرېښې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button