سید کریم هاشمي په عشقاباد کې د نړیوالو شرکتونو له استازو سره د پانګونې پر فرصتونو خبرې کړي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲ لړم ۱۴۰۵):
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي رییس سید کریم هاشمي په مشرۍ افغان پلاوي د ترکمنستان په پلازمېنه عشقاباد کې د نفت او ګازو په نړیوال کنفرانس او نندارتون کې ګډون کړی دی.
دغه کنفرانس د اکتوبر له ۲۱مې تر ۲۳مې د بېلابېلو هېوادونو د چارواکو، پانګوالو او نړیوالو شرکتونو په ګډون ترسره شوی دی.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې، هاشمي د کنفرانس په څنډه کې د ترکمنستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې له رییس او د نړیوالو شرکتونو له استازو سره د سوداګریزو اړیکو او په افغانستان کې د پانګونې پر فرصتونو خبرې کړې دي.
نوموړي له نړیوالو پانګوالو غوښتي چې افغانستان ته سفر وکړي او د پانګونې شته فرصتونه له نږدې وارزوي.



