روغتیا وزارت: په افغانستان کې د درملو ۱۱۷ تولیدي کارخونې فعالیت کوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، د لړم ۴مه)

د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم رئیس مولوي عبدالبصیر قانع وايي، اوس مهال په افغانستان کې د درملو او روغتیايي محصولاتو ۱۱۷ تولیدي کارخونې فعالیت کوي، چې له ډلې یې څلورو د ښه تولیدي کړنلارې (GMP) تصدیق‌پاڼې ترلاسه کړې دي.

قانع دغه څرګندونې د افغانستان د روغتیا د دویم ملي او نړیوال نندارتون د پرانیستې په مناسبت په یوه خبري کنفرانس کې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې ۱۸ نورې تولیدي کارخونې د اړینو معیارونو د پوره کولو په حال کې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button