پر یمن بریدونو ته غبرګون؛ یحیی سریع: په ریاض، خمیس مشیط او جیزان مو توغندیز بریدونه کړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۴ لړم، ۱۴۰۵ل)
د یمن د وسله‌والو ځواکونو ویاند “ډګر جنرال یحیی سریع” ادعا کړې، چې د سعودي عربستان پر ضد یې د ځوابي عملیاتو په لړ کې د لسګونو بالستیک توغندیو په وسیله درې پوځي عملیات ترسره کړي دي.
د راپور له مخې، د یمن پوځ په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، لومړی برید یې د سعودي پلازمېنې ریاض کې د ملک خالد نړیوال هوايي ډګر، دویم د خمیس مشیط د هوايي اډې د الوتکو پر تمځایونو، د مهماتو پر زېرمو او د بې‌پیلوټه الوتکو د کنټرول پر مرکزونو او درېیم د جیزان په جنوبي سمندري پوځي اډه کې د سرحدي ساتونکو پر مرکز ترسره کړی دی.

اعلامیه زیاتوي، په دغو بریدونو کې یې ټاکلي اهداف په دقت په نښه کړي او د جیزان په برید کې سعودي پوځیانو ته د درنې مرګ‌ژوبلې ادعا هم شوې ده؛ خو د دغو ادعاوو خپلواکه تایید نه دی شوی.

یمني پوځ ویلي، دغه بریدونه د صنعا او د یمن په نورو سیمو د سعودي بریدونو په ځواب کې ترسره شوي، چې د دوی په وینا، لسګونه کسان پکې وژل شوي او ټپیان شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

په اعلامیه کې د ریاض پر ملک خالد نړیوال هوايي ډګر د سفرونو په اړه هم خبرداری ورکړل شوی او ادعا شوې چې د سعودي عربستان هوايي حریم خوندي نه دی، پرته له مکې مکرمې او مدینې منورې څخه.

یمني پوځ ټینګار کړی چې تر هغه به خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي، څو پر یمن بریدونه ودرول شي او د دغه هېواد محاصره پای ته ورسېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button