د نیمروز د ورېښمو پله له لارې د ترانزیټي موټرو تګ راتګ ۲۴ ساعته شو

کابل ټکی کام (دوشنبه، د لړم ۴مه)
د نیمروز سیمهییز مسوولین وايي، د لومړي ځل لپاره د دغه ولایت د ورېښمو پله او د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د میلک بندر ترمنځ د ترانزیټي موټرو تګ راتګ د شپې او ورځې ۲۴ ساعته پیل شو.
د نیمروز د والي د دفتر رییس سیفالله محمدي وايي، د ګمرک، ترانسپورټ او کمیسارۍ مسوولین چمتو دي چې د شپې او ورځې په ټولو ساعتونو کې موټرچلوونکو او سوداګرو ته خدمات وړاندې کړي.
د نوموړي په وینا، تر دې وړاندې هره ورځ له یادې لارې شاوخوا ۴۰۰ باروړونکي موټر تېرېدل، خو د ۲۴ ساعته فعالیت له پیل سره د دغو موټرو شمېر په ورځ کې ۸۰۰ ته لوړ شوی دی.



