ایران: د امریکا د هر ډول برید پر وړاندې بشپړ چمتو یو

کابل ټکی کام (دوشنبه، د لړم ۴مه)
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي وايي، امریکا لا هم پر خپلو یو اړخیزو غوښتنو ټینګار کوي او تهران د هر ډول احتمالي سناریو او دفاع لپاره بشپړ چمتووالی لري.
نوموړي ویلي، که څه هم د منځګړو له لارې د تهران او واشنګټن ترمنځ پیغامونه تبادله کېږي، خو د امریکا دریځ ښيي چې پر ایران د پوځي برید احتمال لا هم شته.
بقایي زیاته کړې، ایران د بشپړ تسلیمېدو غوښتنه نه مني او په تېرو نهو میاشتو کې دوه ځله د مذاکراتو پر مهال پرې بریدونه شوي، چې له امله یې د امریکا پر ژمنو باور کم شوی دی.
نوموړي پر اروپايي هېوادونو، په ځانګړې توګه جرمني، هم نیوکه کړې چې د یوه خپلواک دریځ پر ځای یې د امریکا له تګلارو ملاتړ کړی دی.



