د افغان سوداګرو سلګونه کانتینرونه په کراچۍ بندر کې لیلام ته وړاندې شوي

کابل ټکی کام (یکشنبه، د لړم ۳مه)

د پاکستان د کراچۍ بندر ګمرک د افغان سوداګرو سلګونه کانتینرونه توکي، چې له اوږدې مودې راهیسې هلته ایسار وو، لیلام ته وړاندې کړي دي.

د بي‌بي‌سي د راپور له مخې، د دغو توکو د لیلام لامل د لوړو مالیاتو او د کانتینرونو د اوږدمهاله تم کېدو له امله د رامنځته شویو لګښتونو زیاتوالی بلل شوی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې دغه اقدام د سیمه‌ییزو او نړیوالو سوداګریزو قوانینو خلاف بللی دی.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې د معلوماتو له مخې، تر دې وړاندې د پاکستان په بندرونو کې د افغان سوداګرو شاوخوا ۱۵ زره کانتینرونه او بارونه ایسار پاتې وو، چې د ډېری هغو د لېږد بهیر وروسته پیل شوی و.

مربوطه مطالب

Back to top button