یونیسف د کلیو د بیارغونې وزارت سره نوې پراختیايي پروژې پلي کوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، د لړم ۶مه)

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر عبداللطیف منصور د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونیسف) له استازي او مل پلاوي سره لیدلي او د پراختیايي پروژو د پلي کېدو او ګډو همکاریو پر دوام یې خبرې کړې دي.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د یونیسف استازي ویلي، چې اداره به یې له یاد وزارت سره په همکارۍ نورې پراختیايي پروژې هم پلې کړي.

په ورته وخت کې، عبداللطیف منصور د یونیسف د همکاریو د دوام هرکلی کړی او د روانو پروژو د بشپړېدو لپاره یې د لا ډېرو هڅو غوښتنه کړې ده. دواړو لورو د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا او دوام ټینګار کړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button