افغانستان او روسیې د معیارونو په برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، د لړم ۶مه)
د افغانستان د معیار او کیفیت ادارې پلاوي د روسیې په کازان ښار کې د اسلامي هېوادونو د معیارونو او میټرولوژۍ انسټیټیوټ (SMIIC) د عمومي غونډې په څنډه کې د روسیې د معیار ادارې له چارواکو سره لیدلي او د معیارونو د تدوین او پلي کولو، د تجربو د شریکولو او د افغان کارکوونکو د مسلکي ظرفیتونو د لوړولو په اړه یې خبرې کړې دي.
د افغانستان د معیار او کیفیت ادارې د معلوماتو له مخې، روسي چارواکو د اړینو معیارونو د شریکولو او د افغان کارکوونکو لپاره د روزنیزو پروګرامونو د جوړولو چمتووالی ښودلی او دواړو لورو د تخنیکي همکاریو د پراختیا په موخه د دوه اړخیز هوکړهلیک پر وروستي کولو هم هوکړه کړې ده.



