میدان وردګو کې د ۲۲.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو ۴ شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، د لړم ۷مه)
د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ په څلورو کلیو کې د ۲۲.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د پاکو اوبو رسولو څلور شبکې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې او د چک ولسوالۍ ۳۹۶۲ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.
د دغو شبکو چارې د غونډۍ، ګلاب خېلو، خواجه انګور او کره کت کلیو کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري بشپړې شوې دي.
په دې پروژو کې د اوبو څلور زېرمې، ۳۲ کیلومتره پایپ غځول او د ۵۲۹ شیردهنونو نښلول شامل دي.



