لوګر کې د ۱۸.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سړک بیارغونې چارې پیل شوې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، د لړم ۷مه)

د لوګر ولایت د ټولګټو چارو ریاست وايي، د ۱۸ میلیونه او ۳۰۰ زره افغانیو په لګښت د لوګر ـ ګردېز له لویې لارې څخه د څرخ ولسوالۍ تر ډبر سیمې پورې د ۱۵.۵ کیلومتره سړک د بیارغونې او پلونو جوړولو چارې پیل شوې دي.

د لوګر د ټولګټو چارو رئیس مولوي جنت ګل سراج وايي، دغه پروژه د ټولګټو وزارت په مالي ملاتړ پلې کېږي، چې د سړک بیارغونه، د پلونو جوړول او د سړک د فرشونو ترمیم پکې شامل دي.

د نوموړي په وینا، ټاکل شوې چې د پروژې چارې په راتلونکو شپږو میاشتو کې بشپړې شي.

مربوطه مطالب

Back to top button