کونړ کې د ۱۱۰.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو روغتونونو جوړولو چارې پيل شوې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، د لړم ۷مه)

د عامې روغتیا وزارت وايي، په کونړ ولایت کې د ۱۱۰ میلیونه او ۳۰۰ زره افغانیو په لګښت د دوو ۳۰ بستریز روغتونونو د جوړولو چارې پیل شوې دي. د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د دغه ولایت په خاص کونړ او اسمار ولسوالیو کې د یادو روغتونونو د بنسټ ډبرې کيښودې.

د کونړ د عامې روغتیا ریاست د معلوماتو له مخې، د خاص کونړ روغتون د ۶۰.۵ میلیونه افغانیو او د اسمار روغتون د ۴۹.۷ میلیونه افغانیو په لګښت د اسلامي امارت له بودیجې جوړېږي، چې چارې به یې په یونیم کال کې بشپړې شي.

د دغو روغتونونو په جوړېدو سره به د سیمې اوسېدونکي د داخله، جراحي، نسایي ولادي او ماشومانو د روغتیا په برخو کې روغتیايي خدمتونو ته اسانه لاسرسی ومومي.

مربوطه مطالب

Back to top button