عبدالسلام حنفي: د افغانستان کانونه به په علمي او تخنیکي بڼه استخراج او پروسس شي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، د لړم ۷مه)

د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان د کانونو د لومړي ځانګړي نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، اسلامي امارت هڅه کوي چې د هېواد کانونه په علمي او تخنیکي بڼه وڅېړي، استخراج او پروسس کړي، څو د هېواد د ابادۍ ترڅنګ خلکو ته د کار زمینه هم برابره شي.

حنفي د کانونو په برخه کې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو پر پانګونې ټینګار کړی او ویلي یې دي، اسلامي امارت پانګوالو ته د لازمې اسانتیاوو او معافیتونو د برابرولو ملاتړ کوي.

د نوموړي په وینا، بهرنیو پانګوالو ته په افغانستان کې د پانګونې په صورت کې ځمکه د اوږدمهالې اجارې له لارې هم ورکول کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button