له نړیوالو بنسټونو سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت لومړیتوبونه شریک شول

کابل ټکی کام (چهارشنبه، د لړم ۶مه)
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وايي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت لومړیتوبونه د تمویلوونکو بنسټونو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او پراختیايي شریکانو له استازو سره شریک شوي دي.
د اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې، په دغو لومړیتوبونو کې د پانګونې فرصتونو رامنځته کول، د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو ملاتړ، د کورنیو تولیداتو بازارموندنه، پروسس او بستهبندي، د صادراتو پراختیا او د کاري فرصتونو رامنځته کول شامل دي. نړیوالو شریکانو ژمنه کړې چې خپلې راتلونکې مرستې او پراختیايي همکارۍ به د یادو لومړیتوبونو په رڼا کې تنظیم کړي.



