د کانونو او پټرولیم وزارت کې د اسنادو ډیجیټلي مدیریت سیستم پلي کېږي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، د لړم ۶مه) –

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، د کانونو او پټرولیم وزارت کې د رسمي مکتوبونو او اسنادو د ډیجیټلي مدیریت سیستم (DLMS) د پلي کولو بهیر پیل شوی دی.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دې سیستم موخه د اداري چارو چټکتیا، د روڼتیا زیاتول، د اسنادو خوندي ساتل او د اسنادو د جعل او تحریف مخنیوی دی.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مسوولینو ویلي، دغه سیستم به په تدریجي ډول په امارتي ادارو کې پلی شي او د پلي کېدو ترڅنګ به یې تخنیکي ملاتړ هم دوام ولري.

مربوطه مطالب

Back to top button