د افغانستان د معیار او کیفیت ادارې له ترکیې او درېیو نورو هېوادونو سره د همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، د لړم ۷مه)
د افغانستان د معیار او کیفیت ادارې پلاوي د SMIIC عمومي غونډې په څنډه کې د ترکیې، ازبکستان، سعودي عربستان او قزاقستان د معیارونو اړوندو ادارو له استازو سره د تخنیکي همکاریو او اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د یادې ادارې د تخنیکي مرستیال مولوي محمد آصف قانت په مشرۍ پلاوي له ترکي لوري سره د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، لابراتوارونو، معیارونو او د کیفیت د تایید په برخو کې د همکاریو په اړه بحث کړی او د ترکیې د معیارونو انسټیټیوټ چارواکو په دې برخه کې د همکاریو پر دوام او د افغان پلاوي د بلنې ژمنه کړې ده.
دغه راز، له ازبکستان، سعودي عربستان او قزاقستان سره هم د تخنیکي همکاریو او اړیکو پر پیاوړتیا خبرې شوې دي.



