ایراني پوځ: د ټولو شرطونو تر پوره کېدو پورې د هرمز تنګی نه پرانیستل کېږي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۷ لړم، ۱۴۰۵ل)

د ایران د پوځ ویاند وايي، چې د هرمز تنګی اوس د ایران د وسله‌والو ځواکونو تر ستراتیژیک کنټرول لاندې دی او د اسلامي جمهوریت د ټولو شرطونو تر پوره کېدو پورې به بېرته نه پرانیستل کېږي.

نوموړي ټینګار کړی چې د هرمز تنګي د وضعیت په اړه د ایران دریځ د دغه هېواد د مطرح شویو شرطونو له پوره کېدو سره تړلی دی.

د ایران د پوځ ویاند د خپلو څرګندونو په دوام ادعا کړې چې د ایران د اټومي او توغندیزو وړتیاوو له منځه وړل، د مقاومت د جبهې کمزوري کول او د ایران د سیاسي نظام نسکورول د مخالف لوري له مهمو موخو څخه دي.

هغه همداراز ویلي چې د امریکا اقدامات په سیمه کې د «لوی اسرائیل» د طرحې له عملي کېدو سره تړاو لري.

د ویلو ده، چې هرمز تنګی د نړیوالې سوداګرۍ او د انرژۍ د لېږد رالېږد یوه مهمه سمندري لار ده، چې د نړۍ د تېلو د لېږد په برخه کې ځانګړی ستراتیژیک اهمیت لري. د دغه تنګي په تګ راتګ کې هر ډول محدودیت کولای شي د نړیوالو انرژۍ بازارونو او سیمه‌ییز امنیت پر وضعیت اغېز وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button