ذبیحالله مجاهد: حقایقو ته په واقعي نظر کتو سره د اسلامي امارت د بنسټیزو اقداماتو اهمیت څرګندېږي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۷ لړم، ۱۴۰۵ل)
د اسلامي امارت مرکزي ویاند، “ذبیحالله مجاهد” وايي، هغه افغان څېړونکي چې حقایق په واقعي او سمه توګه درک کولای شي، په اسانۍ سره پوهېږي چې اسلامي امارت څومره مهم، بنسټیز او اساسي کارونه ترسره کړي دي.
مجاهد په خپله ایکس پاڼه د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې د اسلامي امارت د ترسره شویو اقداماتو اهمیت د هغو څېړونکو لپاره څرګند دی چې موضوعات له واقعي لیدلوري ارزوي او د حقایقو درک ته پاملرنه کوي.
نوموړي د اسلامي امارت د کړنو اهمیت ته په اشارې ویلي چې د دغو اقداماتو د ارزونې پر مهال باید د واقعیتونو درک او د ترسره شویو کارونو اهمیت په پام کې ونیول شي.



