هرمز تنګي کې د تېلو دوه ټانکرونه له سمندري ماینونو سره د ټکر له امله چاودېدلي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۱ لړم، ۱۴۰۵ل)
د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک سپاه پاسداران ویلي، چې د هرمز تنګي په سمندري لارو کې د تېلو دوه لېږدوونکي ټانکرونه له سمندري ماینونو سره د ټکر له امله چاودېدلي دي.

رویټرز خبري اژانس د سپاه پاسداران په حواله راپور ورکړی، چې یاد ټانکرونه د هرمز تنګي له هغو سمندري لارو تېرېدل چې ایران پرې د تګ راتګ بندیز لګولی و.

د سپاه پاسداران په وینا، دغه پېښه وروسته له هغې رامنځته شوې چې یادو ټانکرونو د ایران له لوري منع شوې سمندري لارې کارولې دي.

تر اوسه د دغې پېښې د احتمالي تلفاتو او زیانونو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

مربوطه مطالب

Back to top button