یمني ځواکونو پاکستاني پوځیان په نښه کړي

کابل ټکی کام ( یکشنبه، ۱۰ لړم، ۱۴۰۵ل)

د یمن د وسله‌والو ځواکونو اړوند سرچینو ادعا کړې، چې د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر په ۳۱مه یې په څو جبهو کې د سعودي عربستان او پاکستان اړوند ځواکونه او پوځي وسایط په توغندیزو بریدونو کې په نښه کړي دي.

د راپورونو له مخې، دغه بریدونه په داسې حال کې ترسره شوي، چې د یمن او سعودي عربستان ترمنځ جګړې یو ځل بیا شدت موندلی او پاکستان هم د سعودي عربستان د دفاع په برخه کې پر خپلو ژمنو ټینګار کړی دی.

تر اوسه د دغو بریدونو د دقیقو ځایونو، احتمالي مرګ‌ژوبلې او اوښتو زیانونو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

مربوطه مطالب

Back to top button