د هرمز تنګي د پرانیستلو لپاره د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب خبرې روانې دي

کابل ټکی کام (يکشنبه، د لړم ۱۰مه)

ایران د قطر له منځګړیتوب سره د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو په اړه له امریکا سره د خبرو د دوام خبر ورکړی او د دې اقدام لپاره یې د واشنګټن د اوو غوښتنو منل شرط بللي دي.

په خپرو شویو معلوماتو کې د بندیزونو لرې کول، د امریکايي ځواکونو د پوځي حضور پای ته رسول او د ایران د کنګل شویو شتمنیو ازادول د دغو غوښتنو له مهمو مواردو څخه یاد شوي دي.

په ورته وخت کې، د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسېنټ ادعا کړې، چې د امریکايي ځواکونو او متحدینو د سمندري ساتنې په مرسته د هرمز تنګي له لارې د ۱.۵ میلیارد بېرلو تېلو د لېږد زمینه برابره شوې او د ایران د تېلو صادرات صفر ته رسېدلي دي. خو د سرچینې د تحلیل له مخې، د تېلو د بیو لوړېدل او د امریکا په ځینو سیمو کې د پټرولو او ډیزلو ګرانېدل ښيي، چې د تنګي د امنیت او سمندري تګ راتګ په اړه اندېښنې لا هم پر نړیوال بازار اغېز لري.

د یاد تحلیل په وینا، د هرمز تنګي کړکېچ اوس د ایران او امریکا ترمنځ د اقتصادي زغم او سیاسي فشار پر سیالۍ بدل شوی او دواړه لوري هڅه کوي د احتمالي هوکړې مخکې په خبرو کې خپل دریځ پیاوړی کړي.

شننه زیاتوي، چې امریکا هم د اقتصادي فشارونو د کمولو لپاره هوکړې ته لېوالتیا لري، خو لا څرګنده نه ده چې واشنګټن به د ایران غوښتنې ومني او که دواړه لوري به له خپلو دریځونو څخه شاتګ وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button