ذبیح الله مجاهد: د افغانستان په اړه د روبیو څرګندونې یو اړخیزې دي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۰ لړم، ۱۴۰۵ل)
د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د افغانستان د خاورې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو څرګندونې یو اړخیزې بللې او ویلي یې دي چې نوموړي په دې اړه د پاکستان پر ورکړل شویو معلوماتو تکیه کړې ده.

مجاهد ویلي، افغانستان د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ منځګړیتوب ته ارزښت ورکوي، خو په وینا یې، دا حقیقت هم باید په پام کې ونیول شي چې د نښتو پیل پاکستان کړی دی.

نوموړي یو ځل بیا ټینګار کړی چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي.

تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي وو چې پاکستان د افغانستان له خاورې د بریدونو په اړه اندېښنه لري.

روبیو ادعا کړې وه چې افغان حکومت د دغو بریدونو د مخنیوي لپاره اقدام نه دی کړی.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د وروستیو نښتو او د دواړو هېوادونو د اړیکو د ترینګلتیا په اړه د منځګړیتوب هڅې روانې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button