دره نور کې د ۴۴ میلیونه افغانیو په لګښت د عمومي روغتون جوړولو چارې پیل شوې

کابل ټکی کام (يکشنبه، د لړم ۱۰مه)
د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي ننګرهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دره نور ولسوالۍ د ۴۴ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه عمومي روغتون د جوړېدو ډبره کېښوده.
په دې مراسمو کې د ننګرهار مرستیال والي، سیمهییزو مسؤلینو، قومي مخورو او یو شمېر نورو چارواکو ګډون کړی و.
د عامې روغتیا وزیر ویلي، د اسلامي امارت د مشر د ځانګړي فرمان له مخې په ټول هېواد کې عمومي روغتونونه جوړېږي او ډاډ یې ورکړی، چې د دره نور روغتون ته به مسلکي کارکوونکي، اړین وسایل او امکانات برابر شي، څو د سیمې د اوسېدونکو روغتیايي ستونزې هوارې شي.



