د الشفاء روغتون د تجهیز او فعالولو په اړه پرېکړې وشوې

کابل ټکی کام (دوشنبه، د لړم ۱۱مه)

د اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د الشفاء روغتون د رهبرۍ پلاوي غونډه جوړه شوه.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال مولوي حمدالله فطرت وايي، چې په دې غونډه کې د پلاوي غړو د خپلو فعالیتونو او کړنو راپور وړاندې کړ.

د نوموړي په وینا، په غونډه کې د روغتون د اړتیا وړ طبي وسایلو د برابرولو، د څانګو د فعالولو، د متخصصینو د ګومارنې او له روغتون څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې په اړه بحث وشو او په دې برخه کې لازمې پرېکړې ونیول شوې.

مربوطه مطالب

Back to top button