د بیلاروس نوي سفیر خپل باورلیک د بهرنیو چارو وزیر ته وسپاره

کابل ټکی کام (يکشنبه، د لړم ۱۰مه)

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د بیلاروس جمهوریت نوي ټاکل شوي غیرمقیم سفیر، السکاندر سریګوویچ اوګورودنیکوف، د خپل باورلیک کاپي د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ته سپارلې ده.

ښاغلي متقي نوموړي ته د نوي ماموریت د بریا هیله څرګنده کړې او د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ یې ورکړی دی.

د بهرنیو چارو وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو او سیمه‌ییز اتصال پر پیاوړتیا ټینګار کړی، په داسې حال کې چې د بیلاروس نوي سفیر د اسلامي امارت له اقتصادمحوره سیاست څخه رضایت څرګند کړی او ژمنه یې کړې چې د خپل ماموریت پر مهال به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره هڅې وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button