مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۸ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړینې مرستې ورسره وشوې

کابل ټکی کام (يکشنبه، د لړم ۱۰مه)

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء وايي، د شنبې په ورځ د تورخم، سپین بولدک، ورېښمو پل او اسلام‌کلا له لارو ۱۰۸ کورنۍ، چې ټولټال ۴۶۴ غړي کېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د یاد کمېسیون د ورځني راپور له مخې، په همدې ورځ ۴۰ کورنۍ، چې ۲۳۹ غړي لري، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او له ۵۷ کورنیو سره ټولټال ۳۷۶ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې ده.

راپور زیاتوي، راستنېدونکو کډوالو ته خوراکي، روغتیايي او مخابراتي خدمات هم وړاندې شوي، چې په ترڅ کې یې ۲۸ سیمکارتونه وېشل شوي او ۱۱۴۲ تنه ناروغان تداوي شوي دي.

همداراز، د ثبت، لېږد، مالي مرستو او لنډمهاله مېشتېدنې په اړه راستنېدونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button