سوریه د مکې دفاعي ائتلاف کې د ګډون ارزونه کوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، د لړم ۱۱مه)

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسعد الشیباني ویلي، چې هېواد یې د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان په ګډون د مکې په نوم دفاعي ائتلاف کې د ګډون په اړه خبرې کوي. 

نوموړي د بحرین په منامه کې د امنیتي خبرو اترو په غونډه کې ویلي، چې د سوریې د ګډون ارزونه روانه ده او دمشق د عربي خلیج د هېوادونو دفاع د خپل امنیت لپاره مهمه بولي.

د راپور له مخې، د یاد ائتلاف د هوکړې پر بنسټ، پر یوه غړي هېواد برید د ټولو غړو پر وړاندې برید ګڼل کېږي؛ خو لا څرګنده نه ده، چې د سوریې احتمالي ګډون به یمن ته د ځواکونو لېږل هم رانغاړي که نه. 

بلخوا، دمشق هغه راپورونه رد کړي، چې ګواکې سعودي عربستان ترې د پوځي ځواکونو د لېږلو غوښتنه کړې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button