پکتیکا کې د ۲۵.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ۵۰ کیلومتره سړک د بیارغونې چارې پیل شوې

کابل ټکی کام (دوشنبه، د لړم ۱۱مه)
د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې او ارګون ترمنځ د پيارټي سیمې څخه تر پیرکوتي پورې د ۵۰ کیلومتره سړک د ترمیم او بیارغونې چارې پیل شوې.
د ټولګټو وزارت د معلوماتو له مخې، دغه پروژه له خصوصي سکټور سره د ۲۵ میلیونه او ۳۰۱ زره افغانیو په ارزښت قرارداد شوې او چارې به یې په اتو میاشتو کې بشپړې شي.
د یاد وزارت په وینا، په دې پروژه کې د سړک د فرش ترمیم، د اتو پلونو، ۱۱ پلګوټو او ۲۰۰ مترو سړک غاړې ویالو بیارغونه شامل دي.
د پروژې په بشپړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو د تګ راتګ او د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي.



