اسلامي امارت پاکستان ته د افغان کډوالو د لېږدولو په اړه د امریکا له پرېکړې اندېښنه څرګنده کړه

کابل ټکی کام (دوشنبه، د لړم ۱۱مه)

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیا احمد تکل وايي، اسلامي امارت د هغو راپورونو په اړه جدي اندېښنه لري، چې له مخې یې امریکا غواړي یو شمېر هغه افغان کډوال پاکستان ته ولېږدوي، چې لا هم په دغه هېواد کې د قانوني اقامت اسناد نه لري.

تکل ټینګار کړی، چې د نړۍ په هره برخه کې باید له افغان اتباعو سره د نافذه قوانینو، منل شویو اصولو او انساني کرامت پر بنسټ چلند وشي.

نوموړي له امریکا غوښتي، چې د افغان کډوالو د برخلیک په اړه هر ډول پرېکړې له روښانه دوه‌اړخیز تفاهم، همغږۍ او د اړوندو کسانو د حقونو په پام کې نیولو سره وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې، چې درېیم هېوادونه باید د لنډمهاله امتیازاتو یا نورو ملاحظاتو لپاره د نورو هېوادونو د اتباعو پر برخلیک معامله ونه کړي.

نوموړي ویلي، اسلامي امارت د افغان کډوالو د باعزته، خوندي او داوطلبانه راستنېدو په برخه کې هر ډول رغنده همکارۍ ته چمتو دی.

مربوطه مطالب

Back to top button