د عامې روغتیا وزارت: تېره میاشت کې د ۲۵۳ میلیونه افغانیو په لګښت روغتیايي پروژې پلې شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، د لړم ۱۱مه)
د عامې روغتیا وزارت وايي، د میزان میاشتې په ترڅ کې یې د څه باندې ۲۵۳.۵ میلیونه افغانیو په لګښت په بېلابېلو ولایتونو کې روغتیايي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارلې دي.
په دغو پروژو کې د ننګرهار حصار شاهي روغتیايي مرکز کې د مور او ماشوم څانګې معیاري ودانۍ، په زابل، کونړ، غزني او میدان وردګو کې څلور روغتیايي مرکزونه، په تخار کې دوه روغتیايي ځالې او د دغه ولایت په ولایتي روغتون کې د لس بستریزې جدي پاملرنې څانګې جوړول شامل دي.
وزارت زیاتوي، چې په لغمان او نورستان کې یې د ۲۶.۷ میلیونه افغانیو په لګښت پنځه روغتیايي مرکزونه جوړ کړي، په غور کې یې د ۴۰ بستریز او سیمهییزو روغتونونو د برېښنايي سیستم د فعالولو چارې پیل کړې او په کونړ کې یې د روزنیز تالار برېښنايي سیستم هم فعال کړی دی. دغه راز په پکتیا، کاپیسا او تخار ولایتونو کې لس روغتیايي پروژې هم پلې شوې دي.



