فایننشل ټایمز: امریکا او اسرائیل پر ایران د نویو بریدونو پر انتخابونو غور کوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، د لړم ۱۱مه)
د بریتانیا فایننشل ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو پر ایران د نویو پوځي بریدونو پر انتخابونو غور کوي.
د راپور له مخې، له تېرو اتو میاشتو جګړې سره سره، ایران لا هم خپل نظام ساتلی، د اټومي پروګرام په اړه یې ژمنې نه دي کړې او توغندي او بېپیلوټه الوتکې یې د امریکا او متحدینو ګټې ګواښلی شي.
ورځپاڼه زیاتوي، چې د احتمالي بریدونو په طرحو کې د ایران د سمندري او توغندیزو تاسیساتو، اټومي مرکزونو، د سپاه پاسداران د قوماندانانو، د بېپیلوټه الوتکو او توغندیو د تولید مرکزونو او ان د تېلو تصفیهخونو او برېښناکوټونو په نښه کول شامل دي.
د امریکا د پوځ پخواني چارواکي وايي، د هر ډول نوي برید لپاره باید مشخص اهداف او روښانه ستراتیژي موجوده وي؛ ځکه د امریکا د دفاعي توغندیو زېرمې هم د تېرو عملیاتو له امله کمې شوې دي.
د راپور له مخې، د پراخو بریدونو په صورت کې د امریکا د پوځي تلفاتو او د سیمې د جګړې د پراخېدو خطر هم شته.
ایران خبرداری ورکړی، چې هر نوی برید به له بېساري غبرګون سره مخ شي او ښايي د هرمز تنګي د سمندري مخابراتي کیبلونو، معلوماتي مرکزونو او په اروپا کې د امریکايي ځواکونو د اډو په ګډون بېلابېل اهداف په نښه کړي.



