ننګرهار کې د برېښنا څلور پروژې پیل او دوه پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

کابل ټکی کام (دوشنبه، د لړم ۱۱مه)

د افغانستان برېښنا شرکت مسوولین وايي، په ننګرهار کې د برېښنا د تولید او شبکې پیاوړتیا په برخه کې د څلورو بنسټیزو پروژو عملي چارې پیل شوې، چې یوه مهمه پروژه یې د شیخ مصري ۴۰ مېګاواټه لمریز برېښناکوټ دی.

بلخوا، نن د جلال‌اباد ښار او سره‌رود ولسوالۍ اړوند دوه پروژې هم ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د مسوولینو په وینا، په دغو پروژو کې د جلال‌اباد ښار د شپږمې ناحیې اړوند د مولوي خالص فامیلیو ته د برېښنا رسولو پروژه، د ۲۰ کیلوولټه برېښنا شبکې د بدلون پروژه او په سره‌رود ولسوالۍ کې ۳۴۰۰ کورنیو ته د برېښنا رسولو پروژې شاملې دي. د دغو پروژو په بشپړېدو سره به زرګونو کورنیو ته د برېښنا خدمتونه برابر او د شبکې ظرفیت پیاوړی شي.

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس، ښاغلي ملا عبدالحق همکار، ویلي چې په ننګرهار کې د صنعت پراختیا، د کډوالو مېشتېدو او د نفوس زیاتوالي له امله د برېښنا پر شبکې فشار ډېر شوی دی.

بلخوا، د امارتي شرکتونو عمومي رئیس احمدجان بلال وايي، د افغانستان برېښنا شرکت تېر کال د ۱۱۰۰ مېګاواټه برېښنا د تولید تړونونه لاسلیک کړي او د اړوندو پروژو په بشپړېدو سره به د هېواد د برېښنا تولیدي ظرفیت لوړ شي.

مربوطه مطالب

Back to top button