قطر: له دوحې د ایراني پلاوي وتل د خبرو اترو د ناکامۍ په معنا نه دي

(کابل ټکی کام، سه‌شنبه، ۱۲ لړم، ۱۴۰۵ل)

د ایران یو پلاوی له امریکا سره د پیغامونو له تبادلې وروسته له قطر څخه وتلی، خو یوې قطرې ډیپلوماټیکې سرچینې ویلي چې د پلاوي وتل د خبرو اترو د ناکامۍ په معنا نه دي.

د الجزیرې د راپور له مخې، یادې سرچینې ویلي چې د امریکا او اسراییلو له لوري پر ایران د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوه وړاندیز مسوده د نظرونو ترلاسه کولو په موخه اړوندو لورو ته لېږل شوې ده.

سرچینې زیاته کړې چې د دواړو لورو ترمنځ د یوې بلې ناستې پر جوړېدو هم خبرې روانې دي.

بلخوا، د ایران د امنیت شورا مشر محسن رضايي د امریکا د ولسمشر مرستیال جي‌ډي ونس وروستی لیک د واشنګټن په دریځ کې د بشپړ بدلون نښه بللې او ویلي یې دي چې دا یو «ډېر مثبت ګام» دی.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي، خو تر اوسه د هوکړې په اړه رسمي اعلان نه دی شوی.

مربوطه مطالب

Back to top button