امریکایي ځواکونو د ایران پر قشم ټاپو هوایي بریدونه کړي

کابل ټکی کام، سه‌شنبه، ۱۲ لړم، ۱۴۰۵ل)

د ایران پر قشم ټاپو د امریکايي ځواکونو د بریدونو راپورونه خپاره شوي او امریکايي چارواکو هم تایید کړې چې ځواکونو یې د دوشنبې په ورځ پر دغه ټاپو بریدونه کړي دي.

د راپورونو له مخې، د بندر لنگه ښار ته نږدې هم د چاودنو غږونه اورېدل شوي، خو د دغو پېښو د څرنګوالي او احتمالي زیانونو په اړه تر اوسه بشپړ جزییات نه دي خپاره شوي.

دغه بریدونه په داسې حال کې ترسره شوي چې د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي. قطر، پاکستان او چین د منځګړو په توګه د دواړو لورو ترمنځ د پیغامونو په لېږد کې ونډه لري.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران او قطري منځګړو ترمنځ له څو ورځنیو خبرو وروسته د هوکړې یوه مسوده د ارزونې لپاره اړوندو لورو ته لېږل شوې ده، خو تر اوسه د جګړې د پای ته رسولو لپاره کومه هوکړه نه ده شوې.

د راپورونو له مخې، د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د بیا پراخېدو د مخنیوي لپاره هڅې روانې دي، خو د قشم ټاپو پر وړاندې وروستي بریدونه د دغو ډیپلوماټیکو هڅو پر وړاندې نوې ننګونه بلل کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button