د حوثي ځواکونو ادعا؛ په میدي او القمبور کې مو د سعودي د وسلو زېرمتونونه په نښه کړل

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۳ لړم، ۱۴۰۵ا)
د یمن د وسله‌والو ځواکونو ویاند “بریدجنرال یحیی سریع’ وايي، یمني ځواکونو د سعودي عربستان اړوند ځواکونو د وسلو پر زېرمتونونو او تجمعاتو د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.

یحیی سریع په یوه پیغام کې ویلي، چې دغه بریدونه د میدي او القمبور په سیمو کې ترسره شوي، چې د سعودي پوځي افسر ملحم بن شنار القحطاني تر څارنې لاندې دي.

د نوموړي په وینا، په بریدونو کې د سعودي ځواکونو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې او د وسلو یو شمېر زېرمتونونه یې هم ویجاړ شوي دي.

سریع ادعا کړې، چې په دغو عملیاتو کې بې‌پیلوټه الوتکو خپل ټاکلي اهداف په مستقیم او دقیق ډول په نښه کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button