حوثي ځواکونه: په رأس العاره او المضاربه کې یې د پاکستاني پوځیانو پر مرکزونو توغندیز بریدونه کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۳ لړم، ۱۴۰۵ل)

د یمن د وسله‌والو ځواکونو ویاند “بریدجنرال یحیی سریع” وايي، یمني ځواکونو د بالستیک توغندیو په وسیله د سعودي عربستان په مشرۍ د دښمن د ځواکونو هغه مرکزونه په نښه کړي چې پاکستاني پوځیان پکې مېشت و.

سریع په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه بریدونه د رأس العاره او المضاربه په سیمو کې ترسره شوي، چې د بدر الحربي تر قوماندې لاندې دي.

د نوموړي په وینا، بریدونه دقیق وو او په پایله کې یې ګڼ سعودي او پاکستاني ځواکونه وژل شوي او ټپیان شوي، چې په هغوی کې یو شمېر قوماندانان هم شامل دي.

د یمن د وسله‌والو ځواکونو ویاند د دغو بریدونو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button