اوباما: امریکایان د وېش پر ځای د یووالي سیاست غواړي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۴ لړم، ۱۴۰۵ل)
د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما د دغه هېواد د منځمهالو ټاکنو د پایلو په اړه ویلي، چې امریکایان د وېش پر ځای د یووالي سیاست خوښوي او داسې مشران غواړي چې د خلکو ګټې لومړیتوب وګڼي.
اوباما پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې امریکایان له خپلو مشرانو د ستونزو د حل لپاره د عملي لارو چارو د موندلو تمه لري.
نوموړي د امریکا پر اوسني حکومت غږ کړی، چې د واک په پاتې موده کې د خپلو کړنو د زیانونو مخه ونیسي او د هېواد د ښه راتلونکي لپاره زمینه برابره کړي.



