ملا امير خان متقي د افغانستان لپاره د ناروې له نوي ټاکل شوي چارسمبالي سره د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، د لړم ۱۳مه)

د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه وزارت وزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د ناروې له نوي ټاکل شوي چارسمبالي سیګوالډ ټومن هاګ سره لیدلي دي.

په دې کتنه کې متقي نوموړي ته په نوي ماموریت کې د بریا هیله کړې او د بهرنیو چارو وزارت له لوري یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی دی. د بهرنیو چارو وزارت د ښیښېدواړو لورو د افغانستان او ناروې پر تاریخي اړیکو او د دوه‌اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.

د سرچینې په وینا، د ناروې نوي چارسمبالي د ښه کوربه‌توب او همکارۍ له امله د افغانستان له لوري مننه کړې او د امنیت، نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې او اقتصادي ثبات په برخو کې یې د اسلامي امارت هڅې او پرمختګونه ستایلي دي.

 په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو او ګډو موضوعاتو په اړه هم د نظرونو تبادله شوې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button