خوست کې د ۳۷۷ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا پنځو پروژو چارې پیل شوې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، د لړم ۱۳مه)

د افغانستان برېښنا شرکت وايي، د خوست ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د برېښنا شبکو غځولو د پنځو پراختیایي پروژو چارې په عملي ډول پیل شوې دي.

دغه پروژې د متون، منګل کوټ، د نادرشاه کوټ ولسوالۍ زنیخیلو او داخیو کلیو او د صبریو ولسوالۍ په سیمو کې د ۲۰ کیلوولټ برېښنا شبکو غځول رانغاړي.

د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، د دغو پروژو ټولیز لګښت ۳۷۷ میلیونه افغانۍ دی، چې په بشپړېدو سره به یې له اوو زرو زیاتو کورنیو ته برېښنا ورسول شي. دغه راز به د کورنیو ترڅنګ سوداګریزو او صنعتي برخو ته هم د اړتیا وړ برېښنا برابره شي.

مربوطه مطالب

Back to top button