افغانستان او بلاروس د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او د نفتي توکو پر برابرولو خبرې کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، د لړم ۱۳مه)

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس سید کریم هاشمي د بلاروس له نوي غیرمقیم سفیر الکساندر سرګیویچ اوګورودنیکوف او مل پلاوي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د راکړې ورکړې پر زیاتوالي او د خصوصي سکټورونو ترمنځ د همکاریو پر فرصتونو خبرې کړې دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې، هاشمي له بلاروس غوښتي چې د افغان صادراتي محصولاتو په نړیوالو بازارونو کې د معرفي کولو او د افغانستان د اړتیا وړ نفتي توکو د برابرولو په برخه کې همکاري وکړي.

بلاروسي سفیر هم د دوه‌اړخیزو همکاریو پراختیا ته لېوالتیا ښودلې او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو بنسټونو او خصوصي سکټورونو ترمنځ یې د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button