عزیزي ګروپ په کابل کې د سرطان درملنې وړیا روغتون، ولادي او نسايي روغتون او د طب پوهنتون جوړوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، د لړم ۱۳مه)

د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي وايي، په کابل کې د سرطاني ناروغیو د درملنې روغتون د جوړولو رسمي او اداري چارې بشپړې شوې او د دې پروژې عملي کار به ډېر ژر پیل شي.

د نوموړي په وینا، د دغه روغتون ترڅنګ به یو ولادي او نسايي روغتون او د طب یو پوهنتون هم جوړ شي، چې چارې به یې په نږدې راتلونکي کې بشپړې شي.

عزیزي ټینګار کړی چې په دغه روغتون کې به د سرطاني ناروغیو د درملنې ټول روغتیايي خدمات د هېوادوالو لپاره وړیا وي او دا مرکز به سوداګریز فعالیت نه لري.

مربوطه مطالب

Back to top button