په کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان د هڅو په اړه علمي ناسته وشوه

کابل ټکی کام (چهارشنبه، د لړم ۱۳مه)
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیا احمد تکل وايي، په افغانستان کې د اسلامي همکاریو سازمان د دفتر عمومي رئیس، سفیر ډاکټر محمد بن سعید العیاش، د دغه وزارت د ډیپلوماسۍ په انستیتوت کې د «ډیپلوماسۍ او په افغانستان کې د اسلامي همکاریو سازمان هڅې» تر سرلیک لاندې علمي وینا وکړه.
په دې غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت د کارکوونکو او د بېلابېلو وزارتونو او امارتي ادارو مسؤلینو ګډون کړی و.
د وینا پر مهال د اسلامي همکاریو سازمان پر تاریخ، تشکیلاتي جوړښت او ډیپلوماټیکو فعالیتونو، د افغانستان په اړه د اسلامي سرمشریزو او د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډو پر پرېکړو او د هغو د پلي کېدو په تعقیب کې د کابل دفتر پر رول خبرې وشوې.
همدارنګه، د افغانستان د ملاتړ په موخه د سازمان د هڅو په اړه معلومات وړاندې شول او ګډونوالو خپلې پوښتنې او نظرونه هم شریک کړل.



