کندز کې د ناقانونه فعالیتونو له امله ۲۳ روغتیايي مرکزونه او درملتونونه وتړل شول

کابل ټکی کام (چهارشنبه، د لړم ۱۳مه)

د کندز ولایت د عامې روغتیا ریاست وايي، د دغه ولایت په قلعه‌ذال ولسوالۍ کې د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې ګډو ټیمونو د څارنو په پایله کې ۲۳ روغتیايي مرکزونه او درملتونونه تړلي:«یاد تأسیسات د فعالیت جواز نه لرلو، د روغتیايي اصولو نه مراعتولو، د مسلکي کسانو نشتوالي او خپل‌سري فعالیت له امله تړل شوي دي».

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تړل شویو تأسیساتو کې ۱۲ کتنځایونه، درې لابراتوارونه او اته درملتونونه شامل دي.

ياد وزارت ويلي چې دغه اقدام د ناقانونه روغتیايي فعالیتونو د مخنیوي او خلکو ته د معیاري او خوندي روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه ترسره شوی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button