د حوثي ځواکونو ادعا؛ په تعز کې مو د سعودي بې‌پیلوټه الوتکه رانسکوره کړې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۴ لړم، ۱۴۰۵ل)
د یمن وسله‌والو ځواکونو ویلي، چې د سعودي عربستان یوه بې‌پیلوټه الوتکه یې د «وینګ لونګ ۲» په نوم د تعز ولایت په فضا کې د عملیاتو پر مهال رانسکوره کړې ده.

د یمني ځواکونو د خبرپاڼې له مخې، دغه الوتکه نن سهار وختي د تعز ولایت په فضا کې د دښمنانه فعالیتونو پر مهال په نښه شوې ده.

خبرپاڼه زیاتوي، چې دا د یاد ډول لسمه الوتکه ده چې د سعودي عربستان د جګړې د زیاتېدو له پیل راهیسې رانسکورېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button