غزني کې د ۳۴ زره ډالرو بند بشپړ او میدان وردګو کې د ۱۶.۳ میلیونه افغانیو پروژې پیل شوې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، د لړم ۱۳مه)

د غزني ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د مرکز اړوند په روضه کلي کې د څه باندې ۳۴ زره امریکايي ډالرو په لګښت د اوبو د یوه کوچني بند (چکډیم) چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

یاد بند ۳۳ متره اوږدوالی او ۲.۵ متره لوړوالی لري، چې په بشپړېدو سره به یې د باران اوبه مهار او د ځمکې لاندې اوبو سطحه لوړه شي.

بلخوا، په میدان وردګو ولایت کې د سیدآباد ولسوالۍ په موسی خېلو او ښادي خېلو کلیو کې د ۱۶.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو پراختیایي پروژو چارې پیل شوې دي، چې د اوبو رسولو یوې شبکې او یوه کوچني بند جوړول پکې شامل دي. د دغو پروژو په بشپړېدو سره به ۵۴۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي او د باران اوبه به مهار شي.

مربوطه مطالب

Back to top button