غزني کې د څه باندې ۶۸ زره ډالرو په لګښت دوه کوچني بندونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

کابل ټکی کام (پنجشنبه، د لړم ۱۴مه)
د غزني ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست وايي، د دغه ولایت په رشیدانو او خوګیانو ولسوالیو کې د څه باندې ۶۸ زره امریکايي ډالرو په لګښت د اوبو د دوو کوچنیو بندونو (چکډیمونو) د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
د یاد ریاست په وینا، دغه بندونه ۳۳، ۱۴ او ۲۴ متره اوږدوالی او ۲.۵ متره لوړوالی لري، چې د جوړولو پر مهال یې لسګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره کړې وه. د دغو بندونو په جوړېدو سره به د باران اوبه مهار او د ځمکې لاندې اوبو سطحه لوړه وساتل شي.



